د هلمند مرکز لښکرګاه په مرکزي لوبغالي کې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري او د هلمند کرکټ امریت په همکارۍ د زونونو په سطحه د میرویس نیکه په نوم د کورني کرکټ سیالۍ پیل شوې.
ددې سیالیو د پيل په مراسمو کې د افغانستان د کورني کرکټ مرستیال، افغان لوبغاړو، د هلمند مسوولینو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
د کورني کرکټ دا درې ورځنۍ سیالۍ د پینځو زونونو (بست، بند آمیر، آمو، میس عینک او سپین غر) لوبډلو ترمنځ پيل شوې، چې شاوخوا ۱۸ ورځې به په بر کې ونیسي.
یاده دې شي چې هلمند کې دا لومړی ځل دی چي د زونونو په کچه پکې د کورني کرکټ سیالۍ تر سره کیږي.