ډېر لوستل شوي

افغان ابداليان لوبډلې په څلور ورځنۍ لوبه کې ایرلنډ مات کړ

د افغان ابدالیانو لوبډلې د یوې غوره هر اړخیزې لوبې پرمټ په یوازېنۍ څلور ورځنۍ لوبه کې سیالې ایرلنډ لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو په توپير ماتې ورکړه. د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۶۱۲ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې یې سیالې ایرلنډ لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۰۹ او په دویمه پاڼۍ کې یوازې ۱۰۹ منډې جوړې او د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو په توپیر یې دغه لوبه افغان لوبډلې ته وبایلله.

اړوند خبرونه