د نولس کلنو نړيوالو جام ته د لارموندنې په سيالۍ کې د افغان نولس کلنو کرېکټ لوبډلې خپلې سيال عمان لوبډلې ته په ۸ ويکټو ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې عمان لوبډلې د ۳۶.۲ اورونو په لوبېدو او د ټولو وېکټو په سوځېدو خپلې سيال افغان لوبډلې ته ۹۱ هدف وټاکه.
په دويمه پاڼۍ کې افغان لوبډلې د غوره توپوهنې په پايله کې د ۱۱.۱ اورونو په لوبېدو او د دوه وېکټو په زيان سره ټاکلی هدف پوره او لوبه يې په خپل نوم کړه.
د ويلو ده، چې افغان نولس کلنه لوبډله به د همدې میاشتې په ۱۴، ۱۶ او ۱۹مو نېټو کې د هانګ کانګ، متحده عربي اماراتو او نیپال نوولس کلنو لوبغاړو پر وړاندې لوبې وکړي.