د نولس کلنو نړیوال جام ته د اسیایي لوبډلو د غوراوي سیالیو په لړ کې نن د افغانستان نولس کلنه لوبډله د عمان له سيالې لوبډلې سره مخامخ شوه.
په دې سیالۍ کې عمان د ټاس ګټلو وروسته لومړی توپوهنه غوره کړې ده.
د ويلو ده، چې افغان نولس کلنه لوبډله به د همدې میاشتې په ۱۴، ۱۶ او ۱۹مو نېټو کې د هانګ کانګ، متحده عربي اماراتو او نیپال نوولس کلنو لوبغاړو پر وړاندې لوبې وکړي.