ډېر لوستل شوي

افغان ځوانانو درېیم بری خپل کړ

د افغانستان نوولس کلنې کرېکټ ملي لوبډلې د کرېکټ نړیوالې شورا د نوولس کلنو لوبغاړو د نړیوال جام په غوراوي پړاو سیالیو کې نن په یوه په زړه پورې لوبه کې عربي متحده اماراتو ته ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې دا لوبه د ۱۸۰ منډو په توپیر وګټله او په دې سیالیو کې یې درېیم بری هم په خپل نوم کړ.

افغان لوبډلې د په زړه پورې توپوهنې په ترڅ کې سیالې لوبډلې ته د ۳۶۰ منډو هدف کېښود چې متحده عربي اماراتو لوبډله یې په پوره کولو کې پاتې راغله.

افغان لوبډله به د راتلونکې شنبې په ورځ د یادو سیالیو په لړ کې خپله وروستۍ لوبه د کوربه نیپال لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي چې په ګټلو سره یې د ۲۰۲۶ کال د نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام ته به لار ومومي.

اړوند خبرونه