د ۱۹ کلنو لوبډلو د نړيوال جام د غوراوي پړاو په سياليو کې افغان لوبډلې خپلې سيال د اماراتو لوبډلې ته ۳۶۰ منډو هدف وټاکه.
په دې لوبه کې د افغانستان په ګټه خالد احمدزي په ۱۲۴ توپونو ۱۳۲، عزيرالله په ۷۰ توپونو ۶۰، محبت خان په ۳۷ توپونو ۵۹ او برکت احمدزي په ۲۰ توپونو ۵۶ منډې جوړې کړې.
افغان لوبډلې د ۱۹ کلنو لوبډلو د نړيوال جام د غوراوي پړاو په سياليو کې د خپلې درېيمې لوبې پچه وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.