د روسیې ټاس خبري اژانس ویلي، چې د روسیې سترې محکمې له بندیز سره د مخ ډلو له نوملړه د اسلامي امارت نوم ایستلی دی.
ټاس ددې پرېکړې د ژر تر ژره عملي کېدو خبر هم ورکړی.
مسکو په داسې حال کې د اسلامي امارت نوم له بندیز سره د مخ ډلو له نوملړه پاکوي چې اسلامي امارت په دې وروستیو کې ګڼ ډیپلوماټیک پرمختګونه کړي.
یاده دې شي چې مسکو لا پخوا خبر ورکړی و چې ښایي د اسلامي امارت نوم له بندیز سره د مخو ډلو له نوملړه حذف کړي.