د ایران د سپاه پاسدارانو ویاند حسین محبي امريکا ته خبرداری ورکړی، که پر ایران بيا برید ورکړي، تهران به له هغو نویو وسلو کار واخلي چې تر اوسه په جګړه کې نه دي کارول شوي.
نوموړي په ټينګار سره ويلي چې دوی به دا ځل د جګړې جغرافیه هغو سیمو ته پراخه کړي چې مخکې نه دي په نښه شوې.
د محبي په وينا، ایران داسې وسلې تولید کړې چې په کارولو سره به يې نړۍ حیرانه کړي.
د سپاه پاسدارانو وياند همداراز ویلي چې د دوی پوځ د اوږدمهالې جګړې لپاره چمتووالی نیولی دی.
د ایران د «خاتمالانبیا» مرکزي قرارګاه تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې امریکا د ځینو سیمهییزو هېوادونو په «شنه څراغ» د خپلو پوځي اقداماتو د بیا پیلولو هڅه کوي.

