ډېر لوستل شوي

هند ممکن پر پاکستان بريد وکړي

د هند تر ولکې لاندې په کشمير کې پر سيلانيانو د بريد له امله ياد هېواد ممکن پر پاکستان بريد وکړي.

نيويارک ټايمز په يوې مقاله کې د هندي مشرانو په حواله ويلي، چې ښايي دغه هېواد پر پاکستان بريد وکړي.

په دې مقاله کې د پاکستاني چارواکي له قوله ليکل شوي، چې دغه هېواد به د خپل هېواد د دفاع په موخه دهند هر احتمالي بريد ته ځواب ورکړی.

تر دې وړاندې ويل شوي و، چې هند خپلو پوځيانو ته د تيارسي امر کړی دی.

اړوند خبرونه