ډېر لوستل شوي

اوکراین بېګاه شپه په سختو بریدونو کې تېره کړې

د اوکراین پر سوېل ختیځ زاپورېژیا ښار د روسیې په ډرون برید کې دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه نهه نور ټپیان دي.

 د ځایي چارواکو په وینا؛ دغه برید د استوګنې څو لوړې ودانۍ هم زیانمنې کړې دي.

د زاپورېژیا والي اېوان فېدوروف پر ټېلګرام پاڼه لیکلي، چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د هغه په وینا؛ څلور لوړې استوګنیزې ودانۍ هم په دغه برید کې زیانمنې شوې دي.

اړوند خبرونه