ځوان افغان لوبغاړی صدیق الله اتل هم د لومړي ځل لپاره د ایپياېل برخه شوی.
صدیق الله اتل د ډهلي کپېټلز لوبډلې سره یوځای شوی.
ویل کیږي چې انګلستانی هیري بروک د شخصي ستونزو له وجې له ډیلي لوبډلې جلا شوی او پرځای یې صدیق اتل یادې لوبډلې سره یو ځای شوی دی.
یاده دې شي چې ایپياېل د کرکټ سوداګریزې لوبې دي چې هر کال په هندوستان کې ترسره کیږي.