ډېر لوستل شوي

د پاکستان غوره لیګ سیالۍ وځنډول شوې

د پاکستان کرکټ بورډ له هند سره د ترینګلتیا په اوج کې په راولپېنډۍ کې د دغه هېواد غوره لیګ کرېکټ سیالۍ هم ځنډولي دي.

پاکستاني رسنیو ویلي چې د کراچۍ کینګز او پېښور زلمي ترمنځ سیالۍ یې ځنډولي او ښایي پاتې لوبې په کراچۍ کې ترسره شي.

د پاکستان کرکټ بورډ همدا راز دا هم ویلي چې که له هند سره یې حالات نور خراب شي، نو شونې ده چې پاتې لوبې متحده عربي اماراتو ته هم انتقال شي.

په هغو ویډیوګانو کې چې په خواله رسنیو کې خپرې شوې، پکې لیدل کیږي چې هند د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د ځانمرګو ډرون الوتکو په مټ بریدونه کړي دي.

اړوند خبرونه