ډېر لوستل شوي

ميدان وردګو کې د ۱۱۴ زره ډالرو پروژه؛ چارواکو يې له پرمختګونو ليدنه وکړه

د ميدان وردګو والي قاري بختيار معاذ د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبايوا او د دې ولايت د اوبو او انرژي رييس مولوي عبدالصمد حليم په ملتيا د نرخ ولسوالي په اولخېلو سيمه کې د هغې پروژې د چارو له بهير ليدنه کړې، چې پکې درې چکډمونه، دوه کانالونه، يو حوض، يو قالين شويي او څلور پلګوټي شامل دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د نوموړې پروژې د چارو څخه د ليدنې پر مهال ژمنه کړې، چې په راتلونکي کې به د ميدان وردګو ولايت د اوبو او انرژۍ رياست تر څارنې لاندې د څو نورو پروژو پلي‌کول هم منظور کړي. د يادونې وړ ده، چې د يادې پروژې چارې د ۱۱۴ زره ډالرو په لګښت روانې دي او تر دې مهاله يې چارې ۸۸ سلنه پرمخ تللې دي.

اړوند خبرونه