د ټولګټو وزارت وایي چې د پنجشېر – تخار د ۲۵ کیلومتره سړک رغولو چارې د څه باندې ۴۵۱٫۶ میلیون افغانیو په ارزښت د ځايي مسوولینو په شتون کې پیل شوې دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې دا ۲۵ کیلومتره اوږد سړک د پنجشېر ولایت پریان ولسوالۍ له خاواک سیمې څخه پیل او د تخار ولایت تر ورسج ولسوالۍ پورې رسېږي.
د خبرپاڼې له مخې، د یاد سړک په اوږدو کې د یو شمېر پلګوټو او استنادي دېوالونو د جوړولو چارې هم شاملې دي چې کارونه به یې د نړیوالو انجنیري اصولو سره سم بشپړ شي.
د ټولګټو وزارت ویاند همداراز لیکلي چې د یاد سړک د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به یې د شمال ختیځ ولایتونو او کابل ترمنځ واټن راکم شي. د یادولو ده چې د دغه سړک په بشپړېدو سره به د سالنګ لپاره یو مهم بدیل مسیر هم رامنځته شي.

