ډېر لوستل شوي

صهيونېست رژيم غزې ته د خوراکي توکو د تېرېدو لاره خلاصوي

د صهيونېست رژيم د لومړي وزير بنيامنين نتانياهو دفتر وايي، چې د ځمکني نوي بريد سره سره به غزې ته د خوراکي توکو د ننوتو اجازه ورکړي.

د رويټرز راپور له مخې، ياد رژيم دغه پرېکړه وروسته له هغې کړې، چې په غزې کې د قحطۍ خطر د رامنځته کېدو له امله په صهيونېست رژيم د نړيوالو فشارونه ډېر شوي وو.

د فلسطين د روغتيا چارواکو ويلي، چې په تېره اوونۍ کې د صهيونېست رژيم د بريدونو له امله سلګونه کسان شهيدان شوي، چې يوازې تېره شپه يې شمېر ۱۳۰  تنو ته رسېدلی دی.

اړوند خبرونه