د امریکا د نیواډا ایالت د رینو ښار په شمالي څنډو کې د پراخې ځنګلي اورلګېدنې له امله شاوخوا ۴۲ زره کسان له خپلو سیمو ایستل شوي او ۴۵ زره نورو ته د احتمالي تخلیې امر شوی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، د «هاک» په نوم دغه اور شاوخوا ۱۳ زره جریبه سیمه سوځولې او د رینو ښار استوګنیزو سیمو ته نږدې شوی دی. په پېښه کې درې ملکي وګړي او درې د ژغورنې کارکوونکي ټپیان شوي دي.
د نیواډا والي «جو لومبارډو» د واشو اداري سیمې لپاره بېړنی حالت اعلان کړی او د اور د مهارولو او د خلکو د خوندي کولو لپاره یې د ملي ګارډ سرتېري او چورلکې هم ګومارلي دي.

