د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي نن په بېجينګ کې د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګيي سره په کتنه کې په دوه اړخيزو اړيکو او اقتصادي همکاريو خبرې کړې دي.
ياد وزارت وايي، ښاغلي متقي چين د افغانستان له مهمو اقتصادي شريکانو بللی او تمه يې ښودلې، چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګرۍ د پام وړ کچې ته ورسېږي.
مولوي امير خان متقي دغه راز په دې ناسته کې د زراعتي محصولاتو په برخه کې د افغان سوداګرو د شته ستونزو په حل ټينګار کړی او د دواړو هېوادونو تر منځ يې د اقتصادي همکاریو د پراختیا په لړ کې د ترانسپورټي همکاریو، بانکي اړیکو او د سوداګرۍ بلانس د برابرولو په برخه کې خپل عملي وړاندیزونه وړاندې کړي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزير د افغانستان سياسي او اقتصادي ملاتړ په دوام ټينګار کړی او ژمنه يې کړې، چې د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه به د اقتصادي ودې په برخه کې هېڅ راز همکاري ونه سپموي.