ډېر لوستل شوي

افغان او ترکمن چارواکو د ټرانسپورټي او ترانزیټي اړیکو د پیاوړتیا په اړه دوه ‌ورځنۍ ناسته پيل کړې

د افغانستان په کوربه‌توب په هرات ولایت کې د اسلامي امارت او ترکمنستان تخنیکي پلاوو ترمنځ په دوه ورځنۍ ناسته کې د دواړو هېوادونو د ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په اړه بحثونه شوي دي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې ناسته کې د بهرنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د وسپنې پټلۍ عمومي ادارې استازي شامل دي.

یاد وزارت لیکلي، ټاکل شوې چې په دې ناسته کې د افغان او ترکمن موټرچلوونکو او سوداګرو لپاره د دوه‌اړخیزو ویزو د ورکړې بهیر اسانتیا، د لاجورد ټرانزیټي دهلېز د عملياتي کولو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي موټرو د ازاد تګ راتګ او د ټرانسپورټي همکاریو په اړه هم خبرې وشي.

د ویلو ده چې د دې غونډې پرمهال د افغان پلاوي مشري د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت کوي.

اړوند خبرونه