د هند دولت له نږدې څلور کلن ځنډ وروسته يو ځل بيا د افغان وګړو لپاره د وېزو صادرولو لړۍ پيل کړې ده.
د هندو ورځپاڼې د راپور له مخې، غوښتونکي کولی شي په انلاين بڼه نوم ليکنه وکړي او خپله ويزه ترلاسه کړي.
دا په داسې مهال ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو تر دې وړاندې له هندي ديپلوماټانو سره په ليدنو کې افغانانو، په ځانګړې توګه ناروغانو او سوداګرو ته د وېزو د بيا پيل غوښتنه کړې وه.