ډېر لوستل شوي

د هلمند خلکو د غزې له مظلوم ولس سره د خواخوږۍ غږ پورته کړ

د هلمند ولایت لسګونه اوسېدونکي د جمعې لمانځه وروسته راټول شوي او په بې‌وسې غزه کې یې د صهیونیستي رژیم وحشیانه بریدونو د سم‌لاسي بندېدو غوښتنه کړې ده.

د ګډونوالو په وینا، غزه د اسلامي امت د غیرت قبله ده او که نړیوال چوپ پاتې شي، دا چوپتیا به د بشري ارزښتونو مرګ وي.

په دې لړ کې د ياد ولايت علماوو، قومي مشرانو او ولسونو د غزې شهيدانو ارواوو ته دعا کړې او له الله تعالی څخه يې د صهيونيست رژيم د هلاکت غوښتنه هم کړې ده. دا په داسې مهال ده، چې د اسلامي امارت ریاست‌الوزراء د غزې په مظلومې سیمې د اسراييلي اشغالګرو وحشیانه بریدونه او روانه نسل‌وژنه په کلکو ټکو غندلې ده.

اړوند خبرونه