ډېر لوستل شوي

غزني کې له ۴۵ کلن کورني زندانه یوه مېرمن ژغورل شوې

د غزني د امربالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست خبر ورکړی چې محتسبينو يې په اندړو لسوالۍ کې د يوه خاوند له لوري خپله مېرمنه چې له شاوخوا ۴۵ کلونو راهيسې په شخصي بند کې ساتل کېده، ژغورلې ده.
د ياد رياست مسوولين وايي، ژغورل شوې مېرمن په ډېر خراب روغتیايي حالت کې ساتل شوې چې د درملنې په موخه به ملکي روغتون ته ولېږدول شي.
د خبرپاڼې له مخې، د يادې پېښې په تړاو د مېرمنې خاوند نیول شوی او د قانوني څېړنو لپاره به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
دا په داسې مهال ده چې د امربالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت محتسبينو تر دې وړاندې هم د کابل په ګډون يو شمېر ولايتونو کې په سلګونه مېرمنې له کورني تاوتريخوالي ژغورلې دي.

اړوند خبرونه