د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د انارګل دودیزه کلنۍ مشاعره د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو، د پېژندل شويو شاعرانو، ترانهویونکو او زرګونو مینهوالو په ګډون ترسره شوه.
په دې مشاعره کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستيال مولوي عتیقالله عزیزي ويلي، چې اسلامي امارت د مشاعرو د بندولو نیت نه لري، بلکې د ښه انسجام لپاره یې ځانګړی طرزالعمل جوړ کړی دی. بايد وويل شي، چې په ياده مشاعره کې د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبيحالله مجاهد، د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيالانو، د کندهار امنیه قومندان، والي او نورو امارتي مسوولينو ګډون کړی وو.