د کورنیو چارو وزارت په ټول هېواد کې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونه به د یو جامع او له مخکې ترتیب شوي پلان پر بنسټ د اختر په ورځو کې د ټولو جوماتونو، عیدګاوو او تفریحي ځایونو امنیت ټینګ کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع په یو ویډیويي پیغام کې ویلي چې پولیس ځواکونه د امنیت د ټینګښت لپاره ګمارل شوي او هېوادوال خپل مذهبي او دودیز مراسم د امنیت او سولې په فضا کې ترسره کولای شي.
ښاغلي قانع همداراز له هېوادوالو غوښتي، چې د اختر ورځو کې له هوایي ډزو، پټاکیو، اور غورځوونکو توکو او ټرافیکي سرغړونو څخه په جدي توګه ډډه وکړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند دا هم ویلي چې هېوادوال کولای شي د اړتیا په صورت کې د پولیسو له ۱۱۹ شمېرې سره اړیکه ونیسي، او د امنیت په ټینګښت کې له پولیسو سره همکاري وکړي.