ډېر لوستل شوي

د دایکنډي امنیتي چارواکي: د اختر د لمانځه له امله د خلکو د نیول‌کېدو راپورونه بې‌بنسټه دي

د دایکنډي امنیه قوماندانۍ وایي، هغه راپورونه چې ګواکې په دې ولایت کې د لوی اختر د لمانځه له امله خلک نیول شوي، حقیقت نه لري او په کلکه یې ردوي.

د دایکنډي د امنیتي چارواکو په وینا، نه په مرکز او نه هم په اشترلي ولسوالۍ کې څوک د اختر د لمانځه له امله نیول شوی، او دا ډول ادعاوې یوازې د خلکو او اسلامي امارت تر منځ د نفاق رامنځته کولو هڅه ده.

چارواکي زیاتوي، چې دایکنډي باشعوره ولس تل له اسلامي امارت سره همکار پاتې شوی او د بهرنیو مغرضو رسنیو پروپاګند ته نه تسلیمېږي. دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې يوې مغرضې رسنۍ راپور ورکړی و، چې ګواکې امنيتي ځواکونو په دايکنډي ولايت کې يو شمېر اوسېدونکي د اختر لمانځه له امله نيولي دي.

اړوند خبرونه