ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت: د داعش خوارجو ګواښ له منځه تللی او د نړیوالو اندېښنې بې‌ځایه دي

اسلامي امارت په افغانستان کې د داعش خوارجو د فعالیتونو په تړاو د روسیې د فدرالي امنیت د رییس څرګندونې بې‌اساسه وبللې.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت ویلي، چې د هېواد امنیتي ځواکونو د داعش خوارجو د فعالیتونو مخنیوی کړی او د هغوی هر ډول ګواښونه یې له منځه وړي دي.

ښاغلي فطرت د کابل ښار په ۱۵مه امنیتي حوزه کې د داعش خوارجو پر یوه پټنځای وروستي عملیاتو ته په اشاره ویلي، چې دا ډول اقدامات د افغان ځواکونو د چټک غبرګون او پوره وېښتیا څرګندونه کوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان په اړه د دا ډول اندېښنو څرګندول نه‌يوازې بې‌ځایه، بلکې د روان وضعیت له واقعي تصویر سره هم اړخ نه‌لګوي. دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې د روسيې د فدرالي امنيت رييس په افغانستان کې د داعش خوارجو د شتون په تړاو اندېښنه ښودلې وه.

اړوند خبرونه