ډېر لوستل شوي

میدان وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند بایللی 

د میدان وردګو مسوولین وایي، د یاد ولایت په «نرخ» ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه د نرخ ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار په لاره د کرولا موټر د چپه‌کېدو له امله شوې شوې ده. 

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې په پېښه کې یوه ښځه او یو ماشومه مړه شوي او دوو ماشومانو په ګډون درې کسان نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دې پېښې لامل د چلوونکي بې‌احتیاطي بلل شوې ده. 

له تېرو دوو ورځو راهیسې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. 

د ویلو ده چې د اسلامي امارت مسوولینو بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط وکړي.

اړوند خبرونه