ډېر لوستل شوي

پر بشري حقونو د څار اداره: ایران کې دوه افغانان اعدام شول 

د ایران پر بشري حقونو د څار سازمان د یاد هېواد په بندخونو کې د ‘نشه‌يي توکو د قاچاق په تور’ د دوو افغانانو د اعدامېدو خبر ورکړی دی. 

په راپورونو کې دا دوه افغانان د «زبید علي ملکي» او «سلیم» په نومونو ښودل شوي، چې شاوخوا درې کاله مخکې په ایران کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې اعدام شوي افغانان یو د شبرغان او بل د کابل ولایتونو اوسېدونکي وو.

په ورته وخت کې د هـ‌نګاو په نوم پر بشري حقونو د څار یوې ادارې ویلي چې ایران په ۲۰۲۵ کال کې په خپلو بندخونو کې لږ تر لږه ۳۵ افغانان اعدام کړي دي.

د ویلو ده چې تر دې مخکې هم د ایران په بندخونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور د سلګونه افغان بندیانو د اعدامېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

اړوند خبرونه