ډېر لوستل شوي

کابل کې د نږدې ۸ زره امنیتي کېمرو د نصب خبر ورکړل شوی

د کابل امنیې قوماندانۍ ویلي چې د جرمونو د مخنیوي په موخه د ۱۵مې حوزې په بېلابېلو سیمو کې نږدې ۸ زره امنیتي کېمرې نصب شوې دي. 

د دې ادارې د معلوماتو له مخې چې دا کیمرې، د څارنې د پیاوړتیا، د مجرمینو د پیژندلو او د ښاري امنیت د ښه کولو په هدف نصب شوې چې مثبتې پایلې یې ورکړې دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ مسوولینو همداراز ویلي چې د دې څارندوی سیسټم د فعالیت له پیل وروسته په دې سیمه کې د جرمونو کچه د پام وړ کمه شوې او د امنیتي ځواکونو شتون ډیر هدفمند او اغیزمن شوی دی.

د کابل امنیتي ادارې همداراز ټینګار کوي چې د سمارټ کیمرونو له لارې د څارنې شبکې پراخولو لپاره هڅې پیل شوې دي.

اړوند خبرونه