د غزني د امربالمعروف، نهي عنالمنکر او د شکايتونو اورېدلو ریاست د محتسبینو په هڅو څلور مېرمنې له اوږدمهاله کورني تاوتریخوالي ژغورل شوې او خپلو شرعي حقونو ته رسېدلې دي.
د ياد رياست د رسنيو دفتر وايي، په ګیرو ولسوالۍ کې یوه مېرمن چې له تېرو ۱۵ کلونو راپدې خوا د خپل خاوند او زامنو له ظلم سره مخ وه، د محتسبینو په منځګړیتوب د خاوند له لوري د ظلم نه کولو ژمنه اخيستل شوې ده.
دغه راز، په زنهخان ولسوالۍ کې دوو مېرمنو چې له ۱۳ کلونو راپدې خوا د خاوند له خوا له فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره مخ وې، د محتسبینو په هڅو له ستونزو خلاصې شوې او خاوند یې د ښځو شرعي حقوقو ته د درناوي ژمنه کړې ده.
همداراز، یوه بله مېرمن چې له خپل خاوند څخه د ظلم له امله د خپل پلار کور ته تللې وه، بېرته خپل کور ته ستنه او خاوند یې د شریعت مطابق د حقوقو ورکولو ژمنه کړې ده.
د غزني محتسبین وایي، چې دوی به د ټولنې د اصلاح او د ښځو د شرعي حقونو د خوندیتوب لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.