ډېر لوستل شوي

هواپېژندنې ادارې په ۱۴ ولایتونو کې د ورښت اټکل کړی

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې سبا (یکشنبې، د جوزا ۲۵مه) د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، نورستان، ننګرهار، کابل، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، سرپل، بامیان، غزني او میدان وردګو ولایت کې د ورښت او په ځینو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو اټکل شته. 

د هواپېژندنې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده. 

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې همداراز په ختیځو، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت به یې به په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلو مترو پورې وي.  

د ویلو ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې په ځینو ولایتونو کې ورښت او سېلابونو هېوادوالو ته مالي زیانونه اړولي دي.

اړوند خبرونه