د ارزګان پولیس وايي چې د یاد ولایت په مرکز، ترینکوټ کې یې دوه کسان ‘له یو کور څخه د غلا په هدف’ د یو سړي د وژلو په تړاو نیولي دي.
د ارزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند، بلال ارزګاني ویلي چې دا دوه کسان په هغه درې کسییزه ډله کې وو چې د یو سړي د وژلو په تور نیول شوي وو.
ښاغلي ارزګاني همداراز ویلي چې نیولشویو کسانو خپل جرم منلی او اعتراف یې کړی چې د کور څښتن یې لومړی په لرګي ټپی کړی او وروسته یې مرۍ ور پرې کړې ده.
څو ورځې مخکې په مرکز ترینکوټ کې یو کس په وحشتناک ډول وژل شوی و.
د ویلو ده چې د اسلامي امارت ځواکونو تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د غلا او قتل په ګډون د بېلابېلو جرمونو په تړاو لسګونه کسان نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې ورپېژندلي دي.