ډېر لوستل شوي

بلخ کې زرګونه نظامي وسایط ترمیم او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي

کورنیو چارو وزارت وایي، د بلخ امنیې قومندانۍ د تخنیکي چارو منسوبینو زرګونه نظامي وسایط ترمیم او د پولیسو ګټې‌اخیستنې ته سپارلي دي. 

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دغو نظامي وسایطو کې ۱ زر او ۶۰۴ رنجر موټرونه او ۲۶۴ هاموي ټانګونه او انټرنیشنل وسایط شامل دي چې د تخنیکي چارو د منسوبینو له لوري په مسلکي توګه ترمیم شوي دي. 

د کورنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې د تخنیکي پرسونل په مرسته په ورکشاپ کې د لسګونو نورو نظامي وسایطو د جوړېدو چارې هم روانې دي. د یادولو ده چې تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو اړوند بېلابېل وسایط ترمیم او ګټې‌اخستنې ته سپارل شوي وو.

اړوند خبرونه