ډېر لوستل شوي

لغمان کې د څه باندې ۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسونې یوه شبکه جوړېږي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، چې د لغمان ولایت په مرکز، مهترلام کې د څلور میلیون ۴۱۸ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسونې یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې دي.

یاد وزارت امید راډیو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دا شبکه به د مهترلام ښار په «نوآباد» سیمه کې جوړېږي. 

د خبرپاڼې له مخې چې په دې پروژه کې د ۸۰ متره ژوروالي سره د یوې ژورې څاه کیندل، د ۵۰ متر مکعب ظرفیت لرونکي د اوبو ذخیرې جوړول، د ۱۰۰ نلکو او ۵۰ لمریزو تختو نصبول، او ۴ زره ۵۰۰ متره پایپونو غځول شامل دي.

په خبرپاڼه کې د دې پروژې د مالي سرچینې په اړه څه نه دي ویل شوي. 

ویل کېږي چې د دې شبکې په جوړېدو سره به سلګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري. 

د ویلو ده چې تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په موخه لسګونه دا ډول پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې وې.

اړوند خبرونه