د ننګرهار امنیتي مسوولینو له تېرو دوو میاشتو راهیسې په یاد ولایت کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو د ۳۶۴ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویلي چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ۳۶۴ کسان د غلا، فريبکارۍ، والدينو نافرمانۍ، قاچاق، نشهيي توکو کاروبار، کروندو او ونو تخریب، د وژنو او د قتل هڅې، انسان تښتونې، خيانت، رشوت، غصب او عامه نظم اخلالولو په جرمونو نیولي دي.
د ننګرهار د مسوولینو په وینا چې په دوی کې له ځینو کسانو سره بېلابېلې وسلې هم نیول شوې دي.
سرچینې همداراز ویلي چې نیولشوي کسان یې عدلي او قضايي ارګانونو ته د قانوي اجراتو په موخه ورپېژندلي دي. د یادونې ده چې د اسلامي امارت ځواکونو تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو سلګونه کسان نیولي وو.