د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې پرون (شنبې، د غبرګولي ۲۴مه) ۸۹ کډوالې کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
یاد کمېسیون ویلي چې د دغو کورنیو د غړو شمېر ۴۳۷ کسان دي، او په دوی کې ۷۱ کورنۍ د ترانسپورت کمېټې له لوري بېلابېلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون همداراز ویلي چې له دغو راستنو شویو کورنیو سره ۶۷۰ زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تر دې مخکې هم له ګاونډیو هېوادونو په جبري توګه را ایستلشوو کورنیو سره د اسلامي امارت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون له لوري نغدي مرسته شوې ده.
د ویلو ده چې په وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستانه د افغان کډوالو جبري راستنېدل زیات شوي او یادو هېوادونو د ټولو غیرقانوني کډوالو پر ایستلو ټینګار کړی دی.