کورنیو چارو وزارت وايي چې په کندوز او پروان کې د څو جلا عملیاتو پرمهال ۱۳ کسان د نشهيي توکو د پلور په تړاو نیول شوي دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا کسان له نشهيي توکو سره د مبارزې پولیسو د عملیاتو پرمهال نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له نیولشویو کسانو دوه کیلو ګرامه تریاک او ۵۰۲ دانې نشهیي ګولۍ هم ترلاسه شوي دي.
له نشهيي توکو سره د مبارزې پولیسو تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د نشهيي توکو د پلور او قاچاق په تړاو د لسګونه کسانو د نیولو خبر ورکړی و.
د ویلو ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر کښت، تولید، قاچاق او کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په ځینو ولایتونو کې د نشهيي توکو لسګونه کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.