ډېر لوستل شوي

ايران: د اټومي وسلو د جوړولو اراده نه لرو

د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان وايي، هېواد يې هيڅ نيت نه لري چې اټومي وسله جوړه کړي، بلکې د اټومي انرژۍ د سوله‌ييزې کارونې حق لري.

پزشکيان دا څرګندونې د ايران د پارلمان غونډې ته له اسراييل سره د روانې جګړې په تړاو د خبرو پر مهال کړي او زياته کړې يې ده، چې ايرانيان يرغلګر نه دي او نه هم دا نيت لري؛ خو د اټومي وسلو د کارولو حق لري.

هغه زياته کړې: “دښمن نشي کولای چې د وهلو، وژلو او ترور له لارې زموږ ولس له صحنې وباسي، ځکه کله چې د یوه اتل له لاسه بېرغ غورځي، سلګونه نور اتلان شته چې هغه بېرغ بيرته راپورته کړي او د بې عدالتیو پر وړاندې ودرېږي”.

اړوند خبرونه