ايران د صهیونیستي رژیم (اسراييل) استخباراتي ادارې موساد ته د جاسوسۍ په تور “اسماعیل فکری” نومي کس اعدام کړی دی.
د ايراني رسنيو راپورونو له مخې، نوموړی د مهمو اطلاعاتو په راټولولو او بهر ته په لېږلو تورن و او د ایران د ملي امنیت پر ضد یې فعالیت کاوه.
چارواکو ویلي، چې نوموړي له موساد سره د مستقیمو اړیکو له لارې د هېواد د مهمو نظامي او امنیتي معلوماتو د افشا هڅه کوله.
دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې د ايران او اسراييلو ترمنځ د روانې جګړې په پيل کې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د ايران حکومت څو تنه د اسراييلو لپاره د جاسوسۍ په تور نيولي دي.