رویټرز خبري آژانس د یوې باوري سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې ایران د قطر او عمان منځګړیو ته څرګنده کړې، تر څو چې د صهيونيست رژيم تر بريدونو لاندې وي، د اوربند خبرو ته به حاضر نهشي.
د راپور له مخې ایران منځګړو ته ویلي، چې یواځې هغه مهال به جدي خبرو ته چمتو شي، کله چې د اسراييلو پر وړاندې د خپلو تدافعي اقداماتو لړۍ بشپړه کړي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د ایران او اسراييل ترمنځ جګړې پراخې اندېښنې راپارولي او د سیمهییزې شخړې د پراخېدو احتمال یې زیات کړی دی.