د اسراییلو پر پلازمېنې «تل ابیب» او «حیفا» ښار د ایران پراخ برید په پایله کې شاوخوا ۲۰ تنه مړه او تر ۲۰۰ ډېر ټپیان دي. د راپورونو له مخې په دې توغندیزو بریدونو کې ګڼې ودانۍ هم نړېدلي دي.
په تل ابیب کې د بن ګورین هوایي ډګر ترڅنګ د اسراییلو د پوځ د وسلو جوړونې یوه ستره کارخونه هم په نښه شوې ده.
اسراییلي رسنیو ویلي چې تهران د هراړخیز برید تیاری نیولی. یاد هېواد خپلو وګړو ته ویلي چې پټنځایونو ته ځانونه ورسوي.
یاده دې شي چې تراوسه ددې جګړې د اوربند څرک نه ترسترګو کیږي.