د کډوالۍ نړیوال سازمان د تېرې جون میاتشې له لومړۍ د جولای تر پنځمې له ایرانه د ۴۴۹ زره ۲۱۸ افغانانو د راستنېدو خبر ورکړی.
نړیوالو رسنیو د دغه سازمان د یو چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د روان کال له پيله تر دې دمه څه باندې ۹۰۶ زره افغانان له ایران هېواد څخه راستانه شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د وروستیو معلوماتو له مخې چې له ایرانه ډېری راستانه شوي په جبري توګه رالېږل شوي دي.
دا په داسې حال ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو راستنېدل په بېسارې توګه زیات شوي دي.
بلخوا اسلامي امارت هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته د پر وخت رسېدنې ډاډ څرګند کړی.

