ډېر لوستل شوي

لوګر کې دوې پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي 

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې په لوګر ولایت کې د شاوخوا ۲۳ میلیون افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي. 

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په یادو پروژو کې د وزیر کلي کانال او په بابوس سیمه کې د شولک چکډیم چارې شاملې وې چې له بشپړېدو وروسته د ځایي مسوولینو په شتون کې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د اوبو د ضایع‌کېدو مخنیوي ترڅنګ تر ځمکې لاندې اوبو سطحه برقراره وساتل شي، او همداراز به پراخې کرنیزې ځمکې د سېلابونو له خطر څخه خوندي شي. 

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په هېواد کې د دا ډول لسګونه پروژو چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

اړوند خبرونه