ډېر لوستل شوي

د کرېکټ افغان نړیوال لوبڅار بسم‌الله شینواري جنازه خاورو ته وسپارل شوه

د افغان کرېکټ نړیوال لوبڅار بسم‌الله جان شینواري جنازه تېره شپه له کوزې پښتونخوا ننګرهار ولایت ته راوړل شوه او نن له غرمې مخکې په سپين غر ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شوه.

شینواري تېره ورځ د پېښور په یوه روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

هغه د افغانستان او نړۍ له مجربو او پېژندل شویو لوبڅارانو څخه شمېرل کېده او د کرېکټ په بېلابېلو ملي او نړیوالو لوبو کې یې دنده ترسره کړې وه.

اړوند خبرونه