ډېر لوستل شوي

د المپیک عمومي ریاست او ورزشي خبریالانو ترمنځ د همغږۍ ګډه ناسته شوې

په کابل کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري د رسنیو له استازو او ورزشي خبریالانو سره د همغږي په ګډه ناسته کې د ورزشي خبریالانو د انسجام او اړوندو مسایلو خبرې شوې دي.

د یاد ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې د ورزش ادارې د نشراتي او ورزشي فعالیتونو په اړه خبرې شوې، او همداراز د ټولو ورزشي خبریالانو فعالیت ستایل شوی دی. 

بلخوا د ورزش ادارې عمومي رییس، مولوي احمدالله وثیق د کرکټ، فوټسال او نورو ورزشي رشتو ورستیو بریاوو ته په اشارې ویلي چې افغان ورزشکاران له تېر کال راهيسې تر دې مهاله له بهرنیو سیالیو څخه تاریخي او بې سارې لاسته راوړنې درلودلې دي.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي وثیق له قوله ویل شوي چې دوی د ورزشي فعالیتونو د پوښښ په برخه کې د امکان ترحده له ورزشي خبریالانو او رسنیو ملاتړ کوي.

بلخوا د ورزشي خبریالانو په استازیتوب د افغانستان د ورزشي خبریالانو د فدراسیون غړي، سید عمر سهار په هېواد کې د ورزشي خبریالانو د فدراسیون د بیا فعاله کېدو، د ورزشي خبریالانو د انسجام، همغږي کولو او د دوی ستونزو ته د رسېدو په اړه خبرې کړې او له ورزش ادارې يې غوښتي چې په یاده برخه کې ورسره پوره مرسته وکړي.

اړوند خبرونه