ډېر لوستل شوي

د شپږېزې لیګ سیالیو په لړ کې نن دوه مهمې لوبې ترسره کېږي

د افغانستان د کورني کرېکټ د شپږېزې لیګ لسم پړاو سیالۍ په پوره شور و زوږ سره روانې دي، چې نن (پنجشنبه) پکې دوه مهمې سیالۍ ترسره کېږي.

د نن ورځې لومړۍ لوبه به سهار مهال د امو نهنګانو او سپین غر بازانو ترمنځ ترسره شي او دواړه لوبډلې هڅه کوي، چې د بریا له لارې د جدول په سر برخې کې ځای ونیسي.

همداراز، د ورځې دویمه سیالي به ماسپښین مهال د بست ساتونکو او بند امیر ښامارانو ترمنځ ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې د شپږېزې لیګ دا لړۍ د همدې اوونۍ په پيل کې د کابل په کرېکټ لوبغالي کې پیل او ټاکل شوې ده چې تر اګست لومړۍ نېټې پورې به دوام ومومي.

اړوند خبرونه