د بدني روزنې او المپیک ملي کمېټې رئیس مولوي احمدالله وثیق ویلي، محمد عثمان په نوم هغه تنکی فوټبالر چې په دې وروستیو کې پر ټولنيزو رسنيو ويډيوګانې خپرېږي او پراخ انعکاس يې موندلی، ډېر ژر به کابل ته راوغواړي.
ښاغلي وثيق په خپله اېکس پاڼه ليکلي، محمد عثمان به د لا معیاري تمریناتو او د لا ځلېدو په موخه د افغانستان فوټبال فدراسیون ته وروپېژني.
د بدني روزني او المپيک ملي کمېټې مشر دغه راز په بادغيس ولايت کې اړوند ادارې ته سپارښتنه کړې، چې محمد عثمان ته د ورزش ټول اړين وسايل برابر کړي.