په ترکیه کې د پولیسو او اپوزیسیون د جمهوریتپال ګوند «سي اېچ پي» ترمنځ اخ او ډب تر دویمې ورځې وغځېد.
د راپورونه له مخې، د یاد ګوند سلګونه غړو د محکمې له پرېکړې وروسته لاریون کړی او هڅه کوي خپلو دفترونو ته د پولیسو د ورتګ مخه ونیسي.
دا په داسې مهال ده، چې محکمې د جمهوریتپال ګوند د استانبول د برخې مشر له دندې ګوښه کړی او پراخ غبرګونونه یې پارولي دي.
ويل کېږي، چې پولیسو د لاریون پر مهال د لاريونکوونکو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز هم کار اخیستی دی.

