ډېر لوستل شوي

له زلزله‌ځپلو سره د مرستو دوام؛ سويس ۲۰ ټنه مرستې رالېږلې

د افغاني سرې مياشتې ټولنې خبر ورکړی، چې سويس هېواد د افغانستان د ختيځو ولايتونو د زلزله‌ځپلو لپاره ۲۰ ټنه د غيري خوراکي توکو مرسته رالېږلې ده.

د يادې ټولنې په وينا، دې مرسته کې ۳۱۰ خيمې او ۳۰۰ بستې د ژمي البسې شاملې دي، چې ټاکل شوې په کونړ کې پر زلزله‌ځپلو ووېشل شي.

د ويلو ده، چې د ګڼو هېوادونو او مرستندويه ټولنو په ګډون تېره ورځ د روغتيا نړېوال سازمان (WHO) د زلزله‌ځپلو روغتيايي اړتياوو ته د رسېدنې په موخه ۳۵ مټريکه ټنه طبي توکي کابل ته رالېږلي دي.

اړوند خبرونه