د هرات امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې د یاد ولایت امنیتي ځواکونو د کارګرو ماشومانو په ګډون له ۳۰۰ ډېر سوالګر راټول او اړوندو بنسټونو ته ورپېژندلي دي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا اقدام د ښاري نظم او انساني کرامت د خوندیتوب په موخه شوی دی.
په خبرپاڼه کې د هرات امنیې قوماندان له قوله راغلي چې دا لړۍ به تر نامعلومې نېټې دوام وکړي، او موخه ترې د ښاري نظم او امنیت ټینګښت بلل شوی دی.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو همداراز ویلي چې مرستندویه ادارې د کارګرو ماشومانو او سوالګرو د راټولولو په برخه کې ورسره همکاري کوي.
مسوولینو دغه اقدام ‘د زیانمنو کسانو د تنظیم لپاره’ د یو ټولییز پلان برخه بللې او پر دوام یې ټینګار کړی دی.
تر دې مخکې هم د پلازمېنې، کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې سلګونه کارګر او سوالګر ماشومان راټول او اړوندو بنسټونو ته ورپېژندل شوي وو.

