ډېر لوستل شوي

امریکا پر ایران د نفتو پېرودونکو چینایي شرکتونو تازه بندیزونه ولګول

د امریکا د متحده ایالتونو حکومت پر نږدې سلو هغو شرکتونو، اشخاصو او بېړیو تازه بندیزونه لګولي، چې له ایران څخه د نفتو په پېرلو کې ښکېل بلل شوي دي.

د امریکا د خزانې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یادو شرکتونو له ایران څخه میلیونونه بېرله تېل پېرلي او دا کار یې د واشنګټن د بندیزونو خلاف ترسره کړی دی.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په میاشت کې د ایران د نفتو صادرات تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي، چې دا موضوع د امریکا د اندېښنې او غبرګون سبب شوې ده. امریکايي چارواکي وایي، دغه بندیزونه د تهران پر حکومت د فشار د زیاتولو لپاره دي، څو د نړیوالو بندیزونو څخه د تېښتې هڅې پای ته ورسوي.

اړوند خبرونه